افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د جوزجان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست، د نړیوال خوراکي پروګرام په همکارۍ، د دې ولایت په خانقاه ولسوالۍ کې ۱۷۸۹ اړمنو کورنیو ته نغدي او خوراکي مرستې ویشلي دي.
د جوزجان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست ویاند قاري ثمرالدین نوري اعلان وکړ چې هرې کورنۍ ته ۲،۹۰۰ افغانۍ نغدي ورکړل شوې. دا مرسته د زیان منونکو کورنیو د ژوند د ښه کولو په هدف ویشل کیږي او د یوې کمیټې لخوا څارل کیږي.
د نغدي مرستو سربیره، ماشومانو او میندو ته خوراکي توکي هم ویشل شوي دي. ګټه اخیستونکو د دې مرستې هرکلی کړی او له حکومت او نورو مرستندویه ادارو څخه یې غوښتنه کړې چې په ټول هیواد کې د اړمنو کورنیو لپاره د مرستې ساحه پراخه کړي.