افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د دایکندي د والي ویاند سید غضنفر کاظمي د
افغان غږ خبری آژانس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې د ولایت د مرکز نیلي ښار او قوناق ترمنځ د عامه سړک د ترمیم کار د دایکندي د فواید عامې ریاست لخوا پیل شوی دی.
د ښاغلي کاظمي په وینا، د برلان بند سیمې څخه د ښار د ولسوالۍ مرکز ته دا سړک به د ۴۵ کیلومتره په اوږدوالي ترمیم او جغل اچول کیږي. هغه زیاته کړه چې په ولایت کې ټول عامه سړکونه تر پلان لاندې دي او ترمیم به شي.
د یادونې وړ ده چې د پسرلي موسم په پیل کې د درنو بارانونو له امله په ټولو ولایتونو کې ډیری خام سړکونه زیانمن شوي او ترمیم ته اړتیا لري.