دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۰۹:۳۸
د مطلب کود : 312788
د پاکستان له زندانونو څخه نږدې ۱۰۰ افغان بندیان خوشې شول
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې د پاکستان په زندانونو کې ۹۶ افغان بندیان خوشې شوي او هیواد ته راستانه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (سه شنبه، د اپریل ۱۵مه) یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د کندهار ولایت د "سپین بولدک" سیمې د سرحدي چارواکو په وینا، دا کسان د پاکستان په بیلابیلو برخو کې نیول شوي او له یوې څخه تر پنځو ورځو پورې په زندانونو کې ساتل شوي دي.

د کډوالو وزارت ویلي چې د بشري مرستو له ثبت او ترلاسه کولو وروسته، دا خلک خپلو اصلي سیمو ته لیږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مخکې له دې د پاکستان له زندانونو څخه د سلګونو بندیانو د خوشې کولو اعلان کړی و.

د یادونې وړ ده چې پاکستاني پولیس افغان کډوال د استوګنې اسنادو پرته بندي کوي او له هغوی څخه پیسې اخلي.
https://avapress.com/vdcevw8xvjh8zfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته