افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو ستونزو ته د رسیدګۍ عالي کمیسیون مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمیټې چارواکو د راستنیدونکو کډوالو ترمنځ د پوهاوي د اسانتیا او زیاتوالي لپاره دا لارښوونې پاڼې چاپ کړې دي.
د چارواکو په وینا، څلور ټیمونه د تورخم پولې او عمري کمپ کې د معلوماتو او عامه پوهاوي ورکولو دنده هم سپارل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له پاکستان څخه ایستل شوي کډوال په هیواد کې د کورونو، روغتیایی خدماتو او د کار نشتوالي له ستونزو سره مخ دي.