افغان غږ خبری آژانس - کابل: په مالیزیا کې د افغانستان سفارت مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې په کوالالمپور کې د اسلامي امارت سفارت شارژدافیر نقیب الله احمدي د پوهنې پخواني وزیر او د مالیزیا د پرمختللي اسلامي مطالعاتو د نړیوال انسټیټیوټ رییس پروفیسور ډاکټر مظلی مالک سره په خپل دفتر کې ولیدل.
د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، په دې غونډه کې د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د تعلیمي همکارۍ، اسلامي زده کړو او د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه بحث وشو.
په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو د اکاډمیکو شخصیتونو او اغیزمنو شخصیتونو ترمنځ د متقابل اړیکو او سفر فرصتونو په اړه هم بحث وشو.
په پای کې، دواړو خواوو د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او دوام هیله څرګنده کړه.