افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان فوټبال فدراسیون نن (سه شنبه، د اپریل ۱۵مه) یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د "ایسار هرات" ټیم د هرات سولې جمنازیم کې د صحت غور، شهید اباسین فراه او امید فرستان بادغیس ټیمونو سره مخامخ شو، مخالف ټیمونو ته یې ماتې ورکړه او د اتلولۍ ټرافي یې وګټله.
دا سیالۍ د افغانستان په نورو زونونو کې هم ترسره کېږي، او په پای کې به د شپږو زونونو څخه اته لوبډلې د فوټسال اتلانو زونونو ټورنمنټ وروستي پړاو ته لاړې شي.
د هیواد د فوټبال فدراسیون په وینا، د زونونو ترمنځ د سیالۍ وروسته، دواړه ټیمونه به بالاخره په 2025 کې د افغانستان فوټسال غوره لیګ ته لاړ شي.