دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۱۳:۳۸
د مطلب کود : 312820
په پکتیکا کې د نږدې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پرمختیایي پروژو کار پیل شو
د انرژۍ او اوبو وزارت وايي چې د پکتیکا ولایت په سرحوضه ولسوالۍ کې د نږدې درې میلیونه افغانیو په لګښت د یوه بند او استنادي دیوال د جوړولو کار پیل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د دې بند او استنادي دیوال کار د پکتیکا ولایت د انرژۍ او اوبو ریاست د چارواکو او یو شمیر مخورو قومي شخصیتونو په شتون کې د دوه میلیونه او ۷۰۰ زره افغانیو څخه زیاتو لګښت سره پیل شوی دی.

دا پروژه به په دوو میاشتو کې بشپړه شي، او په بشپړیدو سره به یې ۸۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

د دې پروژې کار د UNDP په مالي ملاتړ د پکتیکا ولایت د انرژۍ او اوبو ریاست تر څارنې لاندې ترسره کیږي.

د یادونې وړ ده چې د انرژۍ او اوبو وزارت پخوا د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې ځینې پراختیایي پروژې پلي کړې وې.
https://avapress.com/vdcb55bfgrhb8wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته