دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۱۵:۰۰
د مطلب کود : 312833
په مرکزي بغلان کې د ۲۰۰۰ ټنه ګچ استخراج پیل شو
د بغلان د کانونو او پټرولیم ریاست اعلان وکړ چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ د دره اصفر سیمې څخه د ۲۰۰۰ ټنه ګچ استخراج پروسه پیل شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بغلان د کانونو او پټرولیم ریاست مشر مولوي عبدالله معاذ باختر آژانس ته وویل چې د ګچ د دې اندازې استخراج یوه کورني شرکت ته سپارل شوی او دا کار د ولایت د کانونو د پراختیا د پروګرامونو په چوکاټ کې ترسره کیږي.
 
هغه د بغلان د کانونو بډایه ظرفیت ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: "بغلان ولایت د هیواد د طبیعي سرچینو له پلوه یو له بډایه سیمو څخه دی. اوس مهال په نهرین، مرکزي بغلان، اندراب او پلخمري ولسوالیو کې پنځه فعال جپسم کانونه شتون لري، چې لوړ کیفیت لري."
 
د بغلان د کانونو رئیس همدارنګه ټینګار وکړ چې قانوني او منظم کان کیندنه د هیواد د اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي او له پانګوالو او خصوصي شرکتونو یې وغوښتل چې د ولایت د کانونو په سکتور کې پانګونه وکړي.
 
په ورته وخت کې، د قراردادي شرکت استازي خوشحال د سیمه ییزې ادارې د ملاتړ ستاینه وکړه او ویې ویل: "د کانونو په سکتور کې فعالیت کولی شي هیواد له اقتصادي انحصار څخه خلاص کړي او په سلګونو خلکو ته د کار زمینه برابره کړي."
https://avapress.com/vdcfm0dmmw6dyca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته