دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۲۲:۰۸
د مطلب کود : 312888
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په دوستانه لوبه د مراکش څخه ماتې وخوړه
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په یوه دوستانه لوبه کې د مراکش د فوټسال ملي لوبډلې څخه ۷-۴ ماتې وخوړه.
افغان غږ خبری آژانس: په دې لوبه کې، مراکش په لومړۍ نیمایي کې درې ګولونه ووهل او په دویمه نیمایي کې یې څلور نور ځله د افغانستان ګول خلاص کړ. د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې هم په دواړو نیمایي کې د مراکش په وړاندې دوه ګولونه ووهل.
 
دا د افغانستان او مراکش ترمنځ په دوستانه لوبو کې څلورمه لوبه وه او افغانستان ټولې څلور لوبې بایللې دي.
 
د مراکش د فوټسال ملي لوبډلې مخکې له دې په څلور اړخیزه ټورنمنټ کې چین ته ۸-۰ ماتې ورکړې وه او بیا یې د پرتګال په وړاندې د ۶-۳ بریا سره اتلولي وګټله.
 
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې هم په دې ټورنمنټ کې برخه واخیسته او د پرتګال پر وړاندې یې د ۳-۱ ماتې او د چین پر وړاندې د ۶-۲ بریا وروسته دریم مقام ترلاسه کړ.
https://avapress.com/vdcfc0dmcw6dyca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته