افغان غږ خبری آژانس - کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ چې پاکستان ته د افغانستان د اسلامي امارت د پلاوي د سفر لپاره د همغږۍ غونډه د وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ ترسره شوه. ویل کېږي چې د دې سفر موخه د سوداګرۍ، ټرانزیټ او ترانسپورت ستونزو په اړه بحث کول او همدارنګه په پاکستان کې د افغان کډوالو اړوند ستونزو حل کول دي.
د صنعت وزارت په وینا، په پلاوي کې به د لومړي وزیر د مرستیال اقتصادي څانګې، د پانګونې د اسانتیاوو ریاست، د بهرنیو چارو، مالیې، کډوالو او راستنیدونکو، ترانسپورت او ملکي هوایي چلند، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو او خصوصي سکتور استازي شامل وي.
ویل کیږي چې نورالدین عزیزي به د پلاوي د مشر په توګه په نږدې راتلونکي کې دا سفر ترسره کړي. تمه کیږي چې دا خبرې اترې به د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په ښه کولو کې مرسته وکړي او په مختلفو برخو کې، په شمول د سوداګرۍ او ټرانزیټ، شته خنډونه کم کړي.