افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر د افغانستان د برېښنا شرکت (AEC) اجرایوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر او په بهر کې میشتو دریو افغان اتباعو سره ولیدل.
مولوي عبدالکبیر وویل چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او اسلامي امارت هڅه کوي چې افغانستان په خپلو پښو ودروي او د خپلو اتباعو لپاره د ژوند ښه شرایط برابر کړي.
په ورته وخت کې، افغان اتباعو وویل چې په بهر کې میشت افغانان او لویدیځ شرکتونه په افغانستان کې پانګونې او فعالیت ته لیوالتیا لري.
دوی زیاته کړه چې په افغانستان کې د برېښنا، کانونو، ښاري پراختیا او ګرځندوی سکتورونه مخ په ودې دي.