دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۱۰:۲۹
د مطلب کود : 312910
د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د سریلانکا په وړاندې ماتې وخوړه
د هیواد د کرکټ ملي لوبډلې "الف" د ابوظبي په درې اړخیزه لړۍ کې د سریلانکا "الف" لوبډلې څخه په شپږو ویکټو ماتې وخوړه.
افغان غږ خبری آژانس: د هیواد د کرکټ ملي لوبډلې "الف" د ابوظبي په درې اړخیزه لړۍ کې د سریلانکا "الف" لوبډلې ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړه. دا سیالي د متحده عربي اماراتو په ابوظبي کې ترسره شوه. افغان لوبډلې لومړی بیټنګ وکړ او په ۵۰ اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره سریلانکا ته د ۲۴۹ منډو هدف وټاکه. سریلانکا هدف په ۴۱.۳ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ او بریا یې خپله کړه.

د ابوظبي درې اړخیزه سیالۍ په ابوظبي کې ترسره کیږي، چې د افغانستان، سریلانکا او ایرلینډ "الف" ټیمونو په ګډون سره، چې کوربه توب یې متحده عربي امارات کوي. د افغانستان د کرکټ لوبډله به د پنجشنبې په ورځ د ایرلینډ پر وړاندې سیالۍ ته دوام ورکړي. په دې سیالۍ کې، ټیمونه دوه ځله سیالي کوي، او دوه ګټونکي ټیمونه د ثور میاشتې په پنځمه نیټه وروستۍ لوبه ترسره کوي.
https://avapress.com/vdcb85bfgrhb89p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته