دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۱۰:۳۰
د مطلب کود : 312911
د هېواد ځینې برخې د ۵.۶ درجې زلزلې ولړزولې
د امریکا د زلزله پېژندنې ادارو راپور ورکړی چې نن سهار (چهارشنبه، د اپریل ۱۷مه)، د ریکټر په کچه ۵.۶ درجې زلزلې د افغانستان شمال ختیځ ځینې برخې ولړزولې. د دې زلزلې مرکز د نورستان ولایت د مرکز پارون ښار شمال لویدیځ ته ۶۹ کیلومتره کې د ۱۱۰ کیلومتره ژوروالي کې ثبت شوی و.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: له دې پیښې وروسته، شاوخوا ۱۳ دقیقې وروسته، د بدخشان ولایت د فیض آباد څخه ۱۲۳ کیلومتره جنوب لوري ته د ۵.۷ درجې یوه بله زلزله وشوه. دا زلزله د ۹۹ کیلومترو په ژوروالي کې ثبت شوې ده.

د نورستان، بدخشان، تخار، پنجشیر او کابل ولایتونو اوسیدونکو د دې زلزلې له امله رامنځته شوي ټکانونه احساس کړل. له نېکه مرغه، تر اوسه پورې د مرګ ژوبلې یا جدي زیان په اړه کوم راپور نه دی ورکړل شوی.

د زلزلې پېژندنې سازمانونو خبرداری ورکړی چې په دې سیمو کې د زلزلې وروسته ټکانونو احتمال شته او له خلکو غوښتل شوي چې اړین احتیاطي تدابیر ونیسي.
https://avapress.com/vdccsiq1s2bqso8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته