دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۱۲:۳۸
د مطلب کود : 312927
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګډې همغږۍ کمېټې غونډه په کابل کې جوړېږي
د اسلامي امارت عمومي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همغږۍ د ګډې کمېټې غونډه به نن (چهارشنبه، د اپریل ۱۶مه) په کابل کې جوړه شي. هغه وويل چې د دې غونډې موخه د فرضي ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د احتمالي شخړو حل کول او د دواړو خواوو خلکو لپاره اسانتیاوې رامنځته کول دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت عمومي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد اعلان کړی چې د پاکستاني پلاوي مشري به د دغه هېواد ځانګړی استازی محمد صادق خان کوي ​​او د افغان لوري مشري به د ملي دفاع وزارت مرستیال ملا عبدالقیوم ذاکر کوي.

د ښاغلي مجاهد په وینا، په دې غونډه کې به د فرضي ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د احتمالي شخړو د حل او د دواړو خواوو د خلکو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه بحث وشي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د چارو لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان نن سهار کابل ته د دې غونډې د ګډون لپاره راورسېد.

دا د پاکستان او افغانستان د همغږۍ کمېټې اوومه غونډه ده، چې نن به په کابل کې د دواړو هېوادونو د چارواکو په شتون کې ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی د افغان کډوالو د جبري ایستلو او د افغان کډوالو سره د اسلام آباد د پولیسو د تاوتریخوالي چلند له امله زیات شوی دی.
https://avapress.com/vdcj88etauqevhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته