افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملي احصایې او معلوماتو ادارې (NSIA) مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې تیر کال په کندهار ولایت کې ۲۳۴،۸۹۷ تذکرې ویشل شوي، چې ۱۸۹،۱۳۸ الکترونیکي تذکرې او ۴۵،۷۵۹ کاغذي تذکرې پکې شاملې دي.
د دې ادارې په وینا، تېر کال په دې ولایت کې ۲۰۹۶ کسانو ته د حیاتي پیښو د ثبت خدمات وړاندې شوي وو، او ۱۷۷۴۰ نورو کسانو ته د تذکرو د اصلاح خدمات وړاندې شوي وو.
د یادونې وړ ده چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې تېر کال د هېواد په ځینو ولایتونو کې خلکو ته د سلګونو زرو تذکرو د وېش اعلان کړی و.