افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (چهارشنبه، د اپریل ۱۶مه) یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې په فراه ولایت کې له پاکستان څخه راستنیدونکو ۲۳ کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ویشل شوي دي.
د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، هرې کورنۍ ته چې د ښار له مرکز څخه د باغپل سیمې لنډمهاله کمپ ته لیږدول شوې، د ولایتي کمیټې لخوا په دوه برخو کې یوه خیمه، د حفظ الصحې کټ، د اوړو یوه کڅوړه او پخه شوې خواړه ورکړل شول.
د یادونې وړ ده چې د سرې میاشتې ټولنه هره ورځ له پاکستان څخه شړل شویو ۱۵۰۰ کډوالو ته خواړه ویشي.