افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوړو نړیوال پروګرام، چې د X په اړه یوه مقاله خپره کړې، ویلي چې په افغانستان کې ماشومان اوس د پخوا په پرتله د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي، او د دې بیړني حالت د حل لپاره ملاتړ ته اړتیا ده.
د ملګرو ملتونو ادارې زیاته کړه چې سږ کال به په افغانستان کې ۳.۵ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ سره مخ شي.
د یادونې وړ ده چې د خلکو د نامناسب اقتصادي شرایطو له امله، په هیواد کې ډیری ماشومان د خوارځواکۍ سره مخ دي.