افغان غږ خبری آژانس - هرات: د زابل ولایتي روغتون مطبوعاتي دفتر اعلان وکړ چې روغتون د عمومي داخلي طب، جراحۍ، نسایي او ولادي او ماشومانو په څانګو کې خدمات وړاندې کوي.
د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د زابل ولایتي روغتون تیر کال ۱۳۴۰۰۰ ناروغانو درملنه او روغتیايي خدمات وړاندې کړل.
د زابل د ولایتي روغتون د چارواکو په وینا، په روغتون کې ۴۱۱۰ لوی او کوچني جراحي عملیات ترسره شوي، او ۳۴۳۴ ناروغان په روغتون کې بستر شوي او روغ شوي دي.
چارواکي وايي چې د زابل ولایتي روغتون ټول پرسونل د ولایت اوسیدونکو ته ۲۴ ساعته خدمات وړاندې کوي.