دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۱۵:۱۶
د مطلب کود : 312963
په هرات او نیمروز کې بهر ته د مخدره توکو د قاچاق مخنیوی
د کورنیو چارو وزارت په هرات کې د یو کس د نیولو اعلان کړی چې هڅه یې کوله له یو کیلوګرام څخه زیات چرس بهر ته ولیږدوي، او وايي چې یو بل کس په نیمروز کې له لس کیلوګرامه تریاک سره نیول شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د لویو لارو پولیسو عمومي کنډک په نیمروز ولایت کې یو کس د ۱۰ کیلوګرامه تریاک د قاچاق په تړاو نیولی دی.

د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د اسلام کلا بندر سرحدي پولیسو یو کس هم نیولی دی چې هڅه یې کوله له یو کیلوګرام څخه ډیر چرس بهر ته انتقال کړي.

د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت مشر په هیواد کې د مخدره توکو کښت او قاچاق منع کړی دی. تر دې مخکې د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو د قاچاق په تړاو د لسګونو کسانو د نیولو اعلان کړی و.
https://avapress.com/vdcjm8ettuqevhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته