افغان غږ خبری آژانس - کابل: د مالیې وزارت مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال انجنیر سلطان محمد زبیر په کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومیه او د آسیا پراختیایي بانک مشر ډیویډ جي هیل سره ولیدل.
د مالیې وزارت وايي چې د جاپان سفیر او د آسیا پراختیایي بانک چارواکي د غونډې په جریان کې ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به خپل فعالیتونه پراخوي.
په ورته وخت کې، د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال په افغانستان کې د جاپان سفارت او د آسیا پراختیایي بانک فعالیتونه ارزښتناک وبلل او د هراړخیز همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
د یادونې وړ ده چې د آسیا پراختیایي بانک د ځینو زیربنایي پروژو په پلي کولو کې کلیدي رول لوبوي.