افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې د دې وزارت سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان له سفیر محمد سعید العیاش سره ولیدل.
په دې غونډه کې، مولوي عبدالکبیر د اسلامي همکاریو سازمان د اسلامي هیوادونو ترمنځ د اړیکو یو مهم بنسټ وباله او د کډوالو لپاره د استوګنځایونو په جوړولو کې یې د دې سازمان او مرستندویه ادارو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د اسلامي همکاریو سازمان سفیر په افغانستان کې د کډوالو د ښه مدیریت ستاینه وکړه، ویې ویل چې د افغان کډوالو سره ناوړه چلند او د هغوی جبري شړلو سازمان خواشینی کړی دی.
هغه ډاډ ورکړ چې د اسلامي همکاریو سازمان د کډوالو لپاره د بشري مرستو د راجلبولو لپاره کار کوي.
د اسلامي همکاریو سازمان پخوا د افغانستان د ملاتړ لپاره ګامونه پورته کړي دي. په دسمبر ۲۰۲۱ کې، دې سازمان اعلان وکړ چې د افغانستان لپاره به د بشري مرستو صندوق جوړ کړي ترڅو په هیواد کې مخ په زیاتیدونکي اقتصادي بحران ته رسیدګي وکړي. دا صندوق د اسلامي پراختیایي بانک او نورو نړیوالو سازمانونو او ادارو په همکارۍ تاسیس شو.
همدارنګه، د ۲۰۲۱ کال په ډسمبر کې د اسلامي همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا په فوق العاده غونډه کې، د سازمان غړو موافقه وکړه چې د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو په رسولو کې مخکښ رول ولوبوي او په هیواد کې د خوړو خوندیتوب لپاره یو پروګرام پیل کړي.
کارپوهان په دې باور دي چې د اسلامي همکاریو سازمان هڅې چې کډوالو ته بشري مرستې راجلب کړي، د بحران په وخت کې د مسلمانانو ملاتړ ته د سازمان ژمنتیا ښیي. په ګاونډیو هیوادونو کې د افغان کډوالو ستونزمن وضعیت او د بشري مرستو لپاره د دوی بیړنۍ اړتیا ته په پام سره، د دې سازمان اقدامات کولی شي د دوی د ژوند شرایطو په ښه کولو کې مهم رول ولوبوي.
په داسې یوه حالت کې چې کډوال له ډېرو ننګونو سره مخ دي، نړیوال ملاتړ، په ځانګړې توګه د اسلامي همکاریو سازمان په څېر سازمانونو څخه، هیله بښونکی او اغیزمن کیدی شي. د دې هڅو او نړیوالې همکارۍ دوام د مهاجرینو د ملاتړ لپاره اړین دی.