افغان غږ خبری آژانس - کابل: د شهیدانو او معلولینو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (یکشنبه، د ثور ۱۴مه) یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه موسسې سره په همغږۍ کې، د مستحقو اشخاصو د ملاتړ لپاره د هغه ولایت (۴۰۰) یتیمانو، کونډو او معلولینو ته مرستې، چې اوړه، وریجې، غوړي او پنځه نور خوراکي توکي پکې شامل وو، په شفاف او منظم ډول ویشلي دي.
د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د شهیدانو او معلولینو چارو رییس مولوي عبدالاحد سعد او د خیریه موسسې چارواکي د پورته ذکر شوې مرستې د ویش پر مهال حاضر وو.
د شهیدانو وزارت په وینا، مستحقو اشخاصو د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست او خیریه موسسې له چارواکو څخه مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې دا ډول مرستې په راتلونکي کې هم دوام ومومي.
د یادونې وړ ده چې د نړیوالې ټولنې د مرستو کمښت سره، د بې سرپرسته میرمنو او معلولیت لرونکو خلکو اقتصادي ستونزې زیاتې شوې دي.