افغان غږ خبری آژانس - کابل: د روغتیا نړیوال سازمان مطبوعاتي دفتر نن (یکشنبه، د ثور ۱۴مه) په اکس پاڼه کې ولیکل چې دا کټونه به د راتلونکو دریو میاشتو لپاره د ۲۰۰۰ ناروغانو لپاره اړین خدمات پوښښ کړي.
د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو د ملاتړ لپاره له خپلو مرستندویانو څخه مننه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په مرستو کې د پام وړ کمښت د سلګونو ملاتړ شویو روغتیايي مرکزونو د تړلو لامل شوی دی.