افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو څخه د ۱۰۴ افغان کډوالو د خوشې کیدو او هیواد ته د هغوی د راستنیدو اعلان کړی دی.
د وزارت په وینا، دا کسان د پاکستان په مختلفو برخو کې د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله توقیف شوي وو، او د دوی د توقیف موده له یوې څخه تر ۱۵ ورځو پورې وه.
د دوی له خوشې کیدو وروسته، پورته ذکر شوي کډوال افغانستان ته ننوتل او په اړوندو مرکزونو کې یې د نوم لیکنې پرمهال، بشري مرستې ترلاسه کړې. بیا دوی خپل اصلي استوګنځای ته لاړل.
د کډوالو چارو وزارت ټینګار کړی چې د افغان کډوالو د ملاتړ او د هغوی د راستنیدو د پروسې د اسانتیا لپاره هڅې روانې دي.