افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مطبوعاتي دفتر نن (دوشنبه، د ثور ۱۵مه) په ایکس پاڼه کې ویلي چې د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ د مسکین آباد په کلیو کې د ۶ ملیون افغانیو په ارزښت د لمریزې سیسټم سره د اوبو رسولو د شبکې د جوړولو کار بشپړ شوی او د دې ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لارې ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې شبکه کې د ۱۲۰ متره ژوروالي سره د څاه کیندل، د ۴۰ متر مکعب ظرفیت لرونکي د کانکریټي اوبو ذخیره کولو ټانک جوړول، د ۱۹۴ اوبو نلونو نصبول، د ۳۴ لمریزو تختو نصبول، او د ۴۰۰۰ متره پایپ شامل دي.
د پراختیا وزارت ویلي چې د دې پروژې د کار په جریان کې، لسو کارګرانو ته د کار فرصتونه برابر شوي او د بشپړیدو سره، په پورته ذکر شویو کلیو کې ۳۰۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی وموند.
د یادونې وړ ده چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت لخوا د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د اوبو رسولو شبکې جوړې شوې دي.