دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ ثور ۱۴۰۴ ساعت ۱۵:۳۰
د مطلب کود : 314865
په کونړ کې د ۵ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د شبکې د جوړولو کار بشپړ شو
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت اعلان وکړ چې په کونړ ولایت کې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د شبکې د جوړولو په بشپړیدو سره، ۲۵۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې پدې پروژه کې د کنړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د جبکي او مسعود کلیو د اوسیدونکو د کارونې لپاره د دوو ۶۱ متر مکعب اوبو زیرمو جوړول، ۷ کیلومتره پایپونه او د ۶۱ اوبو نلونو نصب کول شامل دي.

وزارت زیاته کړه چې د اوبو رسولو دا شبکه د یوې خیریه موسسې په مالي مرسته د ۵.۲ ملیون افغانیو په لګښت جوړه شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، د اوبو رسولو د دې شبکې جوړولو ۲۵۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبو ته لاسرسی برابر کړی دی، او دا کورنۍ د دې پروژې له بشپړېدو څخه خوښ دي.
https://avapress.com/vdcce0q1p2bqs48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته