افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغاني سرې میاشتې ټولنې مطبوعاتي دفتر نن (دوشنبه، د ثور ۱۵مه) په ایکس شبکه کې یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د ټولنې د روغتیا ډاکټرانو له لارې، دوی په تیره میاشت کې د نیمروز ولایت په بیلابیلو سیمو کې ۱۲۰۱ ناروغانو ته د معاینې وروسته اړین درمل ورکړي دي.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې ۹۱ ټپیانو ته پټۍ ورکړل شوې، ۲۹۵ ښځو او ماشومانو ته د مختلفو ناروغیو د مخنیوي لپاره واکسین ورکړل شوی، او ۱۳۸۸ کسانو ته اړین روغتیايي مشورې ورکړل شوې.
د سرې میاشتې ټولنې وویل چې دوی ۲۲۳ میرمنو ته د نسایي او ولادي خدماتو وړاندې کول، د ۷۰ ماشومانو معاینه کول، د خوارځواکۍ سره مخ ماشومانو ته ځانګړي خواړه ورکول، او د کورنۍ پلان جوړونې په اړه ۴۹۸ میرمنو ته اړینې مشورې ورکول.
د یادونې وړ ده چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مخکې اعلان کړی و چې په تېره یوه میاشت کې یې په بادغیس ولایت کې له ۶۰۰۰ څخه زیاتو خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.