دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ ثور ۱۴۰۴ ساعت ۱۹:۵۲
د مطلب کود : 314896
په بدخشان کې سېلابونو لسګونه کورونه او سلګونه جریبه ځمکه ویجاړه کړې ده
د بدخشان ولایت د پولیسو قوماندانۍ اعلان کړی چې د دغه ولایت په یمګان ولسوالۍ کې د سیلابونو له امله لسګونه کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بدخشان ولایت د پولیسو د قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د یمګان ولسوالۍ د مرکز په ګډون د فرغامو، ګوهرچه، حضرت سعید، کلفزار او یرغسک په کلیو کې سیلابونو د دې سیمو اوسیدونکو ته لوی زیانونه اړولي دي.
 
د خبرپاڼې له مخې، د یمګان ولسوالۍ د شمېرو له مخې، ۱۷۰ استوګنیز کورونه، یو روغتیايي مرکز، یو ۱۵۰ کیلو واټه برېښنا سټیشن، شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه، د میوو باغونه، څو د اوبو ویالې او سړکونه ویجاړ شوي دي.
 
د بدخشان ولایتي امنیې قومانداني وايي چې د دغو سیلابونو له امله ۳۰۰ څاروي هم مړه شوي دي.
 
د یادونې وړ ده چې د هوا پېژندنې ادارې مخکې له دې د هیواد په ځینو ولایتونو په ځانګړې توګه بدخشان کې د درنو بارانونو او سیلابونو د احتمال خبرداری ورکړی و.
https://avapress.com/vdcgyt9w3ak9q74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته