افغان غږ خبری آژانس - هرات: د غور د انرژۍ او اوبو رییس رحمت الله اماني د دې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د دې بند د جوړولو موخه د سیلابونو د خطرونو کنټرول او کمول، د موسمي اوبو راټولول او په سیمه کې د ځمکې لاندې اوبو سرچینو پیاوړتیا ده.
د هغه په وینا، کله چې بشپړ شي، دا زیرمه به د شاوخوا ۶،۴۷۲ مکعب متره اوبو د ذخیره کولو ظرفیت ولري، او لږترلږه ۵۰۰ کورنۍ به یې په مستقیم ډول ګټه پورته کړي.