دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ ثور ۱۴۰۴ ساعت ۱۰:۰۲
د مطلب کود : 314929
په غزه باندې د اسراییلي رژیم دوامداره بریدونه؛ په یوه ورځ کې ۵۴ شهیدان
الجزیرې نن سهار (سه شنبه) راپور ورکړ چې د غزې په تړانګه کې د اسراییلي رژیم د وروستیو یو ورځنیو بریدونو په ترڅ کې ۵۴ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د غزې په تړانګه د صهیونیسټ رژیم جنایتکارانه بریدونه او د فلسطینیانو وژنه نن سهار (سه شنبه، د ثور ۱۶مه) د نړیوالو ادارو او فورمونو د چوپتیا په سیوري کې دوام لري.

الجزیرې د طبي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه تړانګه د اسراییلي رژیم د بریدونو په ترڅ کې ۵۴ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د غزې په تړانګه کې د الجزیرې خبریال وویل: «د اشغالګرو توپخانې د المغازي د کډوالو کمپ ختیځه برخه په مرکز کې او د غزې ښار په ختیځ کې د التفاح ګاونډ په نښه کړ.»

المیادین تلویزیون هم راپور ورکړی چې د اسراییلو جنګي الوتکو د غزې په جنوب کې د خان یونس په لویدیځ کې برید کړی دی.
https://avapress.com/vdcdxo0snyt0fn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته