افغان غږ خبری آژانس - کابل: دا پروژه، چې قرارداد یې ۲۰۰ میلیون افغانۍ دی، یوه افغان پانګه اچوونکي ته ورکړل شوې او په شپږو کلونو کې به بشپړه شي.
په دې پروژه کې یو اصلي سړک، یو عصري هوټل، یو جومات، یو ګرځنده روغتون، د بریښنا او اوبو سیسټم، او نورې اسانتیاوې شاملې دي.
چارواکو د دې پروژې رول د سیمې په کلتوري او اقتصادي پرمختګ کې مهم بللی دی.
د یادونې وړ ده چې په هیواد کې د ملي امنیت په تامین او د خوندي چاپیریال په رامینځته کولو سره، بهرنیو سیلانیانو هیواد ته خپل سفرونه زیات کړي دي، او کورني سیلانیان هم بیلابیلو ولایتونو ته سفر کوي.