افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د دې وزارت سرپرست وزیر مولوي نور جلال جلالي په کابل کې د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) له مشرې کوابینا اسانتي او د دې ادارې له مرستیال اجرایوي رییس اندریو سابرټن سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.
د عامې روغتیا وزارت د مطبوعاتي دفتر لخوا نن (سه شنبه، د ثور ۱۶مه) د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د هیواد د روغتیا جوړښت پیاوړتیا، د دوامداره مالي ملاتړ ډاډمن کول، د روغتیایی مرستو شفاف مدیریت، د ګرځنده ټیمونو پر ځای د ثابتو مرکزونو جوړول، او د روغتیایی سرپناهونو پراختیا په څیر مسلو بحث وشو.
په دې غونډه کې، مولوي جلالي ټینګار وکړ چې د طبي خدماتو په وړاندې کولو او د نړیوالو مرستو په کارولو کې باید شفافیت زیات شي، او د دې پروسې مدیریت باید په اغیزمنه توګه ښه شي. هغه د نړیوالو سازمانونو څخه د دوی د تیرو همکاریو څخه مننه وکړه، او په ملګرو ملتونو یې غږ وکړ چې د روغتیا سکتور لپاره د مالي سرچینو په خوندي کولو او جذبولو کې ډیر فعال رول ولوبوي.
په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق مرستیال اجرایوي رییس ژمنه کړې چې دا اداره به د هیواد د روغتیا سکتور لپاره د نړیوالو مرستو د راجلبولو لپاره اړینې هڅې وکړي.
دا غونډه په داسې وخت کې ترسره کیږي چې د هیواد روغتیایی سیسټم د نړیوالې ټولنې لخوا د مالي ملاتړ د پام وړ کمښت په پایله کې له جدي ننګونو سره مخ دی. په ډېرو ولایتونو کې روغتونونه، روغتیايي مرکزونه او لومړني روغتیايي خدمتونه د سرچینو د کمښت له امله د تړل کېدو له خطر سره مخ دي.
د روغتیايي کارپوهان وايي چې د عامې روغتیا وزارت او د UNFPA استازو ترمنځ غونډه په هیواد کې د روغتیا خدماتو د نازک حالت او د دې حیاتي سکتور د بیا ژوندي کولو هڅو په اړه جدي اندیښنه څرګندوي. که څه هم کورني سرچینې اوس مهال د روغتیا پراخې اړتیاوې نشي پوره کولی، خو دوامداره نړیوال ملاتړ کولی شي د روغتیا سیسټم د بشپړ سقوط مخه ونیسي. اوس تر بل هر وخت زیات، د مرستو په کارولو کې د باور او شفافیت رامینځته کول د دې همکارۍ د دوام تضمین دی.