افغان غږ خبری آژانس - کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې په روان لمریز کال کې د هېواد د غالیو صادرات له ۱۵.۲ ملیون ډالرو څخه زیات شوي دي.
د دې وزارت ویاند عبدالسلام جواد د سې شنبې په ورځ (د ثور ۱۶مه) د ایکس ټولنیزې شبکې په یوه پیغام کې اعلان وکړ چې په ۱۴۰۳ کال کې له هېواد څخه ټولټال ۳۶۳۲ ټنه لاسي غالۍ صادرې شوې دي.
د ښاغلي جواد په وینا، په کور دننه تولید شوي غالۍ پاکستان، آسټرالیا، ایران، ترکیه، ترکمنستان، ازبکستان، جرمني، هالینډ، امریکا، کاناډا، متحده عربي امارات، سعودي عربستان او یو شمیر نورو هیوادونو ته صادر شوي دي.
غالۍ، د کرنیزو محصولاتو او منرالونو وروسته، د هیواد یو له مهمو صادراتي توکو څخه دی، چې د اقتصادي ونډې سربیره، د زرګونو کورنیو لپاره، په ځانګړې توګه په کلیوالي سیمو کې د عاید سرچینه ده. ډیری ښځې په خپلو کورونو کې د غالۍ اوبدلو له لارې ژوند کوي.
سره له دې چې په وروستیو کلونو کې اقتصادي ننګونې شتون لري، د غالۍ اوبدلو صنعت ژوندی پاتې شوی او په نړیوالو بازارونو کې د هیواد د کلتوري هویت یو له مهمو استازو څخه ګڼل کیږي.
اقتصادي کارپوهان وايي چې په ۱۴۰۳ کال کې د ۱۵ میلیون ډالرو څخه زیاتو ارزښت لرونکو غالیو صادرات د دې دودیز هنر د لوړ کورني تولید ظرفیت او په ټوله نړۍ کې د بازار موندنې وړتیا ښیي. خو، د نړیوال برانډینګ نشتوالی، د ګاونډیو هیوادونو له لارې صادرات، او نړیوالو بازارونو ته د مستقیم لاسرسي نشتوالی په څیر ننګونې لاهم دوام لري. د مستقیمو صادراتي لارو جوړول، د سیمه ییزو تولیدونکو ملاتړ کول، او د بسته بندۍ او بازار موندنې لپاره اسانتیاوې برابرول کولی شي دا صنعت د هیواد په اقتصاد کې خپل اصلي حالت ته راستون کړي.