دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ ثور ۱۴۰۴ ساعت ۱۳:۵۰
د مطلب کود : 314971
ویټکاف: له ایران سره د مذاکراتو پروسه مثبته ده
د لویدیځې اسیا لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي نن سهار (سه شنبه) وویل چې له ایران سره خبرې اترې مثبتې دي.
افغان غږ خبری آژانس: د منځني ختیځ لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي، «سټیون ویټکاف» نن سهار (سه شنبه، د ثور ۱۶مه) وویل چې له ایران سره خبرې اترې مثبتې دي.

د خبرونو تحلیلي ویب پاڼې «اکسیوس» د ویټکاف له قوله ویلي: «موږ [له ایران سره په خبرو اترو کې] پرمختګ کوو او زه هیله لرم چې هرڅه په سم لوري روان وي.»

هغه په دې اړه څرګنده کړه: «ټرمپ غواړي که امکان ولري دا مسله په ډیپلوماټیک ډول حل کړي، نو موږ له ایران سره د خبرو کولو لپاره خپله هڅه کوو.»

«الجزیرې» د اکسیوس له قوله ویلي: «ویټکاف په دې باور دی چې که له ایران سره د خبرو اترو څلورم پړاو ترسره نشي، نو دا به د منځني ختیځ ته د ټرمپ د سفر له امله وي.»

د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي وویل: «زه هیله لرم چې سیمې ته د ټرمپ د سفر څخه مخکې یا په جریان کې، د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره یوې موافقې ته د رسیدو په هڅو کې پرمختګ وشي.»

د دغه راپور له مخې، ویټکاف په دوام کې وويل: «زه تقریبا هره ورځ له قطر، مصر او اسراییل سره خبرې کوم او زه هیله لرم چې موږ پرمختګ وکړو. دا مهمه ده چې موږ یرغمل شوي کسان خوشې کړو او حماس هم باید بې وسلې شي.»
https://avapress.com/vdca0yne649n6o1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته