دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ ثور ۱۴۰۴ ساعت ۱۴:۵۴
د مطلب کود : 314991
په ارزګان کې د ۳۸ میلیونه افغانیو په ارزښت پراختیايي پروژې پیل شوې
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت اعلان کړی چې د ارزګان ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې د ۳۸ میلیون افغانیو څخه زیاتو په ارزښت د مختلفو پراختیایي پروژو کار پیل شوی او د دې پروژو په پلي کیدو سره به په اړوندو سیمو کې د ځایی خلکو ځینې ستونزې حل شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مطبوعاتي دفتر نن (سه شنبه، د ثور ۱۶مه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې په ارزګان ولایت کې د دې پروژو د پیل اعلان وکړ.

د دې مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د ګیزاب ولسوالۍ کې د ۳۸ میلیون افغانیو څخه زیاتو په ارزښت د مختلفو پراختیایي پروژو د جوړولو کار د دې ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست لخوا پیل شوی دی.

په دې پروژو کې د کلیوالي سړکونو جوړول، پلچکونه، استنادي دیوالونه، او د ویالو پاکول شامل دي.

د یادونې وړ ده چې د دې پروژو د پلي کولو په جریان کې، سلګونو سیمه ییزو کارګرانو ته د کار زمینه برابره شوې ده، او د دوی په بشپړیدو سره به په اړوندو سکتورونو کې د ګیزاب ولسوالۍ د میشتو کورنیو ستونزې حل شي.
https://avapress.com/vdcco0q1s2bqso8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته