افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (سه شنبه، د ثور ۱۶مه) یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې په کې په ننګرهار ولایت کې د مخدره توکو د قاچاق وړونکو د نیولو اعلان شوی دی.
د دې مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست د تېرې اونۍ په اوږدو کې د عملیاتو په ترڅ کې ۱۳ کسان د مخدره توکو د قاچاق او ملکیت په تور نیولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته یې سپارلي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې له نیول شویو کسانو څخه ۵۰ کیلوګرامه چرس او یو شمېر د مخدره توکو ګولۍ کشف او ضبط شوې دي.