افغان غږ خبری آژانس - هرات: دې ادارې ټینګار وکړ چې د دې اشخاصو فعالیتونه د قانوني څارنې پرته ترسره شوي او کولی شي د خلکو د دوکه کولو، مالي زیانونو او قانوني ستونزو لامل شي.
د هرات د عدلیې ریاست زیاته کړه چې دا اداره دا موضوع په جدي توګه تعقیبوي او که چیرې دا کسان وپیژندل شي، نو امنیتي او قضايي ارګانونو ته به یې معرفي کړي ترڅو د قانون سره سم ورسره چلند وشي.
په دې اعلان کې، له عامو خلکو څخه غوښتل شوي چې د داسې اشخاصو د اعلاناتو له امله دوکه نشي او یوازې هغه رسمي دفترونو ته مراجعه وکړي چې د هر ډول معاملو د ترسره کولو لپاره د اعتبار وړ لارښوونې لري او د غیر مجاز اشخاصو سره د معاملو له ترسره کولو څخه په کلکه ډډه وکړي.