افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا سرپرست وزیر نور جلال جلالي په دې اړه په یوه خبري غونډه کې وویل چې د دې وسایلو کارول به په دې روغتون کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدماتو کیفیت ښه کړي. د برونکوسکوپي ماشین د ماشومانو په تنفسي سیسټمونو کې بند پاتې بهرني شیان لرې کولو لپاره هم یوه مهمه وسیله ده.
د نړیوال روغتیا سازمان د افغانستان د دفتر مشر اډوین سلواډور په دې غونډه کې وویل: "هغه اکسیجن تولیدي وسایل چې نن د ماشومانو روغتیا روغتون ته ورکړل شوي، د ۴۵ جدي پاملرنې واحد (ICU) بسترونو لپاره د ورځني اړتیا وړ اکسیجن چمتو کولو او همدارنګه د ۲۱۰ ۴۰ لیټرو سلنډرونو ډکولو وړتیا لري." دا اقدام به په دې طبي مرکز کې د اکسیجن اړتیا د پام وړ کمه کړي.