افغان غږ خبری آژانس: ویټکاف اکسیوس ته وویل: "موږ غواړو چې د دې اونۍ په وروستیو کې (شنبه یا یکشنبه) د ایران سره د اټومي پروګرام په اړه د څلورم پړاو خبرې اترې ترسره کړو."
دا څرګندونې په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د نور نیوز په ګډون ځینو ایراني رسنیو مخکې ادعا کړې وه چې د ایران او امریکا ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو اترو څلورم پړاو به د یکشنبې په ورځ، د ثور په ۲۱مه، په مسقط کې ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې ویټکاف مخکې له ایران سره خبرې اترې مثبتې ارزولې وې.
تر اوسه پورې، د تهران او واشنګټن ترمنځ د اټومي موافقې ته د رسیدو او د بندیزونو د لرې کولو په هدف د غیر مستقیمو خبرو اترو درې پړاوونه ترسره شوي دي: لومړی پړاو د حمل په ۲۳مه په مسقط کې، دوهم پړاو د حمل په ۳۰مه په روم کې، او دریم پړاو د غوايي په ۶مه په عمان کې.
ټاکل شوې وه چې د خبرو اترو څلورم پړاو د روانې اونۍ د شنبې په ورځ په روم کې ترسره شي، خو د عمان د بهرنیو چارو وزیر، بدر البوسعیدي تېره پنجشنبه په ټولنیزه شبکه ایکس کې اعلان وکړ چې د لوژستیکي ستونزو له امله غونډه ځنډول شوې او د دواړو خواو ترمنځ د هوکړې له رسیدو وروسته به نوې نیټه اعلان شي.
اکسیوس مخکې راپور ورکړی و چې د خبرو اترو څلورم پړاو ممکن د دې اونۍ په پای کې ترسره شي.