دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ ثور ۱۴۰۴ ساعت ۰۹:۱۵
د مطلب کود : 315056
د یمن پر وړاندې د اسراییلو نوی یرغل؛ د صنعا هوايي ډګر او څو د برېښنا فابریکې په نښه شوې
نن ماښام (سه شنبه)، د اسراییلو جنګي الوتکو د صنعا نړیوال هوايي ډګر، څو د بریښنا فابریکې، د یمني پوځ د الدیلمي هوايي ځواک اډه، او د هیواد په شمال کې د سمنټو یوه فابریکه په نښه کړه.
افغان غږ خبری آژانس: د اسراییلي رژیم ۱۲ تلویزیون راپور ورکړ چې د یمن په نننۍ حمله کې د اسراییلي جنګي الوتکو د تیلو تاسیسات او د سونګ توکي هم په نښه شوي دي.

د اسراییل ۱۲ تلویزیون د راپور له مخې، د اسراییلو د جنګي الوتکو د نن ورځې بریدونو هدف د هوايي ډګر رن وی، د صنعا د هوايي ډګر کنټرول برج، د برېښنا فابریکه، د تیلو ټانکونه او یوه فابریکه وه.

د یدیعوت احرونوت ورځپاڼې هم راپور ورکړی چې د بریدونو له امله د صنعا هوايي ډګر تړل شوی دی.

د دې بریدونو په ځواب کې، د انصارالله د سیاسي دفتر غړي، محمد البخیتي وویل چې صهیونیسټ رژیم له سرو کرښو تېر شوی او ټینګار یې وکړ چې دغه رژیم باید د یمنیانو د غبرګون انتظار وکړي.

په عین حال کې، د انصارالله سیاسي شورا یوه اعلامیه خپره کړه چې اعلان یې وکړ چې د صنعا او یو شمیر نورو سیمو کې د ملکي تاسیساتو او اهدافو په وړاندې د صهیونیسټ رژیم بریدونه د رژیم د ناتوانۍ او ماتې نور ثبوتونه دي.

په دغه بیان کې ویل شوي: "په بندرونو، صنعا هوايي ډګر، د سمنټو فابریکو او د برېښنا په فابریکو بریدونه د یمني خلکو د محاصرې د ټینګولو په موخه دي."

انصار الله ټینګار کړی: د اسراییلو او امریکا یرغل به بې ځوابه پاتې نشي او هیڅکله به د یمن خلک د غزې د ملاتړ څخه ونه دروي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د یمن ملت به پر صهیونیسټ رژیم فشار ته تر هغه وخته دوام ورکړي تر څو چې د غزې پر وړاندې یرغل ودریږي او محاصره پای ته ورسیږي.

د انصارالله سیاسي شورا په پای کې د اسلامي امت پر ملتونو غږ وکړ چې مسؤل وي او د امت پر وړاندې د صهیونیسټانو او امریکایي ځورونو پر وړاندې جدي او مؤثر اقدام وکړي.

په دې بیانیه کې راغلي دي: جهاد او مقاومت د دښمنانو په وړاندې یوازینۍ سمې، سالمې او ممکنه لارې دي چې د دوی شر او دسیسې شنډ کړي چې ملت، د هغې مقدسات او سرچینې په نښه کوي.

د یادونې وړ ده چې دوه ورځې وړاندې، یمني ځواکونو د بن ګوریون هوايي ډګر د هایپرسونیک توغندی په واسطه په نښه کړ، چې لږترلږه ۱۰ اسراییلیان یې ټپیان کړل او پراخ زیان یې واړوه.
https://avapress.com/vdcfttdmvw6dyxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته