افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د بامیان د والي ویاند عبدالصبور سیغاني د
افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې وویل چې د بامیان د هوايي ډګر په ساحه کې د دیني چارو، حج او اوقافو وزارت د پراختیایي بودیجې څخه د ۳ میلیون افغانیو څخه زیاتو لګښت سره د نوي جومات د جوړولو کار پیل شوی دی.
د هغه په وينا، دا جومات به په يو قوي او اساسي ډول جوړ شي او په يو وخت کې به د ۱۵۰ څخه د ډېرو لمونځ کوونکو د ځایېدو ظرفيت ولري.