دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ ثور ۱۴۰۴ ساعت ۱۴:۳۳
د مطلب کود : 315097
د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د ۶.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو شبکه پرانیستل شوه
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په کنسک کلي کې د ۶.۹ ملیون افغانیو څخه زیاتو ارزښت لرونکي د اوبو رسولو یوه شبکه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ د کنسک کلي کې د اوبو رسولو پروژې په بشپړیدو سره، ۶۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.
 
د خبرپاڼې له مخې، دا پروژه د فراه د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست لخوا پلي شوې او د ۴۰ متر مکعب ظرفیت لرونکي د اوبو د ذخیرې جوړول، د ۳۰ لمریزو تختو نصبول او ۱۰۰۰۰ متره پایپ لاین پکې شامل دي.
 
د وزارت په وینا، د پروژې د پلي کولو په جریان کې لسګونه سیمه ییز کارګران په کار ګمارل شوي او اوس په سیمه کې ۶۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري.
https://avapress.com/vdcaomne049n6w1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته