دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ ثور ۱۴۰۴ ساعت ۱۶:۲۲
د مطلب کود : 315113
د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي په ځواب کې د بهرنیو چارو وزارت: جګړه د سیمې په ګټه نه دي
د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه خپره کړې چې د ګاونډیو هېوادونو، هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه خپله ژوره اندیښنه څرګندوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په دې اعلامیه کې چې نن (چهارشنبه) خپره شوه، د بهرنیو چارو وزارت ټینګار وکړ چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د شخړو او ناکراریو زیاتوالی د سیمې په ګټه نه دی او امنیت او ثبات یې د سیمې د ټولو هیوادونو لپاره مهم ګڼلی دی.
 
وزارت له دواړو خواوو غوښتي چې له زغم څخه کار واخلي، له هر هغه عمل څخه ډډه وکړي چې تاوتریخوالی رامینځته کوي، او موجوده توپیرونه او ستونزې د خبرو اترو او ډیپلوماتیک تفاهم له لارې حل کړي.
 
د یادونې وړ ده چې هند نن سهار (چهارشنبه) د پاکستان پر ځینو برخو توغندیز او راکټي بریدونه وکړل. پاکستان ویلي چې دا بریدونه "وحشیانه او تیریګر" دي او بې ځوابه به یې نه پریږدي، او څو شیبې وړاندې د ملي امنیت عالي شورا پر هند د برید اجازه ورکړه.
https://avapress.com/vdcjviettuqevvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته