افغان غږ خبری آژانس - کابل: د غزني ښاروال محمد نبي حمزه نن د دې پروژې د پرانستلو په مراسمو کې اعلان وکړ چې دا دوه سړکونه به د قلعه امیر محمد خان او توحید آباد په سیمو کې جوړ شي او تمه کیږي چې په راتلونکو دریو میاشتو کې به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د غزني د ښاروال په وینا، دا سړکونه به د شپږو مترو په پلنوالي سره جوړ شي او په بشپړیدو سره به د قلعه امیر محمد خان، نصرت مینې، حسن آباد، توحید آباد او سرتور بابا سیمې د غزني ښار له مرکز سره ونښلوي، چې دا به د سفر اسانتیا او د دې سیمو د اوسیدونکو د ژوند شرایطو ښه کولو کې ډیره مرسته وکړي.