دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ ثور ۱۴۰۴ ساعت ۲۱:۳۳
د مطلب کود : 315131
په پکتیا کې د کډوالو لپاره د ۱۰۰ کورونو د جوړولو کار د قطري میرمنو په لګښت پیل شو
د پکتيا ولايت مرکز ګردېز ښار په رباط کمپ کې د کډوالو لپاره د ۱۰۰ کورونو د جوړولو چارې پيل شوې. دا پروژه د قطري میرمنو لخوا د ۸۰۰،۰۰۰ ډالرو څخه زیاتو لګښتونو سره تمویل کیږي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د پروژې د پیل په مراسمو کې اعلان وکړ چې د راستنیدونکو کډوالو لپاره د استوګنځایونو د جوړولو تخنیکي کارونه بشپړ شوي او هرې کورنۍ ته به د ځمکې یوه ټوټه ورکړل شي. هغه زیاته کړه چې د استوګنځایونو سروې او ډیزاین وروستۍ شوی او په دې استوګنځایونو کې مختلف خدمات وړاندې شوي دي.
 
په ورته وخت کې، د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزارت سرپرست حمدالله نعماني په ولایت کې نوي راستانه شویو کډوالو ته د ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د ویش د پیل اعلان وکړ.
 
د موقت حکومت چارواکو د ایران او پاکستان له خوا د افغان کډوالو په جبري شړلو هم اشاره وکړه، دا کړنې یې د بشري، اسلامي او نړیوالو اصولو خلاف وبللې او د اسلامي امارت پر بشپړ چمتووالي یې ټینګار وکړ چې نوي راستانه شوي کډوال ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.
https://avapress.com/vdcjtietvuqevvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته