دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ ثور ۱۴۰۴ ساعت ۱۸:۵۲
د مطلب کود : 315234
د ایران او هند د بهرنیو چارو وزیرانو په نوي ډیلي کې سره وکتل؛ د چابهار تړون او سیمه‌ییزو تحولاتو بیاکتنه
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي هند ته د خپل سفر په ترڅ کې له خپل هندي سیال سبورامنیم جیشنکر سره وکتل او په ځانګړې توګه په اقتصادي برخه کې او د چابهار تړون د پلي کولو تعقیب، د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه یې خبرې وکړې. دواړو خواوو همدارنګه په سیمه کې د ثبات او امنیت پر اهمیت او د تاوتریخوالي کمولو ټینګار وکړ.
افغان غږ خبری آژانس: د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، چې د لوړ پوړو هندي چارواکو سره د لیدنې او د ایران او هند د ګډ کمیسیون په شلمه غونډه کې د ګډون لپاره نوي ډیلي ته تللی و، نن (پنجشنبه) د هند د بهرنیو چارو له وزیر، سوبرامانیم جیشنکر سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.

په دې کتنه کې، عراقچي د دواړو هېوادونو ترمنځ د تمدني، تاریخي او کلتوري اړیکو ژور تاریخ ته په اشارې سره، د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت په هوډ ټینګار وکړ چې د متقابلو ګټو په برخو کې اړیکې پراخې کړي. هغه د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو اهمیت ته په اشارې سره، د چابهار د لسو کلنو همکاریو تړون پلي کول د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو یو له لومړیتوبونو څخه وګڼل، او د اقتصادي همکارۍ د ودې لپاره یې د پراخو ظرفیتونو کارولو غوښتنه وکړه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ګډ کمیسیون د شلمې غونډې له ترسره کېدو څخه د رضایت څرګندولو په ترڅ کې، د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په اړه د بحث لپاره دا فرصت خورا ارزښتناک وباله. هغه همدارنګه د ایران او نړۍ لپاره د جنوبي آسیا په سیمه کې د ثبات او امنیت پر اهمیت ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې په سیمه کې وروستي کړکېچونه به د اړوندو خواوو په هوښیارۍ او مسؤلیت سره حل شي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر، د علاقې وړ ټولو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا هرکلی وکړ، د ګډ اقتصادي کمیسیون ترسره کول یې په دې وخت کې مهم وګڼل او په مختلفو برخو کې د همکارۍ لپاره د فرصتونو پیژندلو او فعالولو لپاره یې د هند چمتووالي باندې ټینګار وکړ.

د ایسنا په وینا، په دې غونډه کې، دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او په اقتصادي، سوداګرۍ او ترانسپورت برخو کې د تړونونو د پلي کولو په لارو چارو بحث وکړ. همدارنګه، د څو اړخیزې ډیپلوماسۍ او سیمه ایزو او نړیوالو سازمانونو لکه بریکس او شانګهای همکارۍ سازمان په بڼه د همکارۍ پراخولو او د سیمې له نورو هیوادونو سره د علاقې وړ مسلو په اړه د درې اړخیزې یا څلور اړخیزې همکارۍ باندې ټینګار وشو. له دې څخه علاوه، د ایران او هند د بهرنیو چارو وزیرانو په جنوبي او لویدیځه اسیا کې د وروستیو امنیتي او سیاسي تحولاتو په اړه نظرونه تبادله کړل او د تاوتریخوالي کمولو، د سولې او ثبات ساتلو او د شخړو د خپریدو مخنیوي لپاره د همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.
https://avapress.com/vdcdsk0soyt0fx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته