افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې پروژو کې د اوبو لګولو د کانال جوړول، د اوبو ذخیرې جوړول او د ۶۰۰ متره اوبو لګولو د کانال پاکول شامل دي.
د کرنې وزارت وايي چې دا پروژې د کنړ ولایت په وټه پور ولسوالۍ کې د اروپايي ټولنې په مالي مرسته د ۵.۹ میلیونه افغانیو په لګښت پلي شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې پروژو جوړولو درې میاشتې وخت ونیو او د سلګونو جریبه کرنیزې ځمکې لپاره یې د اوبو لګولو فرصتونه برابر کړي دي.
د کرنې وزارت پخوا د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د اوبو لګولو څو پروژې پلي کړې وې.