افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات د والي د دفتر د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، په دې غونډه کې، د دې ولایت والي شیخ اسلام جار د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا اهمیت او د هرات په صنعتي پارکونو کې د پانګونې فرصتونو ته په اشارې سره، د هرات او ماري د صنعتکارانو او پانګوالو ترمنځ په صنعتي او کرهنیزو برخو کې د تخنیکي پوهې د تبادلې په برخو کې د دې همکارۍ د پراخولو غوښتنه وکړه.
هغه د دواړو هېوادونو په سرحدي سیمو او د هرات او ماري صنعتي ښارونو کې د پانګوالو ترمنځ د ګډو پانګوالو شرکتونو د جوړولو د مفکورې هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې اسلامي امارت به د ترکمن سوداګرو د پانګونې لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.
د ماری ولایت د سوداګرۍ خونې چارواکو او په غونډه کې یو شمېر سوداګرو او صنعتکارانو ګډون کړی وو چې په هرات کې یې د بهرنۍ پانګونې لپاره د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې د اسلامي امارت د هڅو ستاینه وکړه، د دواړو ولایتونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا او د تخنیکي پوهې تبادلې هرکلی وکړ او خپل نظرونه او وړاندیزونه یې د هرات له والي سره شریک کړل.