دخپریدو نیټه :جمعه ۱۹ ثور ۱۴۰۴ ساعت ۱۰:۵۵
د مطلب کود : 315258
د بامیان ولایت په شیبر ولسوالۍ کې د ۱۰ ملیون افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د ۷ پروژو کار پیل شو
د بامیان د والي ویاند د آوا سره په مرکه کې وویل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همکارۍ د پیوستون بنسټ لخوا د ولایت په شیبر ولسوالۍ کې د روغتیا او کرنې لپاره د اوبو رسولو په اوو پروژو کار د ۱۰ ملیون افغانیو څخه زیاتو لګښت سره پیل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - د بامیان د والي ویاند عبدالصبور سیغاني د افغان غږ خبری آژانس خبریال سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې دا پروژې د بامیان د والي په حضور کې په رسمي ډول پیل شوې دي.
هغه زیاته کړه چې دا پروژې د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت لخوا تمویل کیږي او د پیوستون بنسټ لخوا پلي کیږي. د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، له يادو پروژو څخه به د شيبر ولسوالۍ د سربلق، ګوماب، شيخ علي مرده، توغي بالا، توغي پايين او سيبک په کليو کې ٢١٦ کورنۍ، يوه ديني مدرسه او درې جوماتونه برخمن شي. دا پروژې به د اوسیدونکو لپاره د پاکو اوبو د برابرولو سربیره، لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم خړوبه کړي.
ښاغلي سیغاني دا هم وویل چې د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي په دغه ولایت کې د پراختیایي او زیربنایي پروژو له پلي کیدو څخه خوښي څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې د اسلامي امارت د حکومت چارواکي هڅه کوي چې د خلکو په ځانګړي ډول د بامیان ولایت د اساسي او حیاتي اړتیاوو د پوره کولو لپاره نورې پروژې هم پلي کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د بامیان ولایت اوسیدونکو له ډیرې مودې راهیسې په دې ولایت کې د حفظ الصحې او کرنیزو اوبو د کمښت په اړه اندیښنه څرګنده کړې او په دې سیمه کې د نورو پروژو د پلي کولو غوښتنه کوي.
https://avapress.com/vdcjiietouqev8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته