دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ ثور ۱۴۰۴ ساعت ۰۸:۳۸
د مطلب کود : 315291
روسیه به تل د نازیزم او د تاریخ د تحریف په وړاندې یو قوي خنډ پاتې شي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون د جمعې په ورځ، د ثور په ۱۹مه، د مسکو په سره میدان کې د بریا د ورځې په پوځي پریډ کې وینا وکړه. دا مراسم، چې په دوهم نړیوال جنګ کې د نازي جرمني په وړاندې د شوروي اتحاد د بریا د ۸۰مې کلیزې په مناسبت جوړ شوي وو، د چین، برازیل، سربیا، سلواکیا، تاجکستان او نورو په ګډون د ۲۹ هیوادونو مشرانو او استازو پکې ګډون کړی و.
افغان غږ خبری آژانس: پوتین په خپله وینا کې په دوهمه نړیواله جګړه کې د متحدینو بریا ته اشاره وکړه او د فاشیزم په ماتولو کې یې د مقاومت ځواکونو، شوروي پوځ، د چین خلکو او نورو متحدینو هڅې وستایلې. هغه وويل: «زه د متحدو ځواکونو، د مقاومت غورځنګونو او د چين د خلکو د هڅو مننه کوم، ټول هغه کسان چې د سوله ييز راتلونکي لپاره يې مبارزه کړې ده.»

هغه د خپلې وینا په یوه بله برخه کې په اوکراین کې د روسیې اوسني پوځي عملیات د روسیې له تاریخي ماضي سره هم وصل کړل او ویې ویل: «د روسیې ټولنه په ځانګړو پوځي عملیاتو کې د ګډونوالو ملاتړ کوي، لکه څنګه چې نن ورځ زموږ مورنۍ خاوره په ۱۹۴۵ کال کې د نازي جرمني او جاپان پر وړاندې د بریا خوښۍ احساسوي.»

پوتین ټینګار وکړ چې روسیه تل د نازیزم، د روسيې او یهودیت ضد مبارزې پر وړاندې ولاړه وه او اوس به هم ولاړه وي. هغه زیاته کړه: «موږ به د هغو کسانو د جرمونو په وړاندې مبارزې ته دوام ورکړو چې دا ویجاړونکي ایډیالوژۍ ترویج کوي. حقیقت او عدالت زموږ په خوا کې دي.»

د روسیې ولسمشر د تاریخي حافظې د ساتنې اهمیت هم یاد کړ او ویې ویل: «موږ د دوهمې نړیوالې جګړې درسونه په یاد لرو او هیڅکله به اجازه ورنکړو چې د هغې دورې جرمونه تکرار شي. زموږ د نیکونو په څیر، موږ دا ورځ د ترټولو مهم ملي جشن په توګه لمانځو.»

د روسیې د دفاع وزارت په وینا، د دغه هیواد د پوځ له ۱۱،۵۰۰ څخه زیاتو غړو، په شمول د فدرالي امنیت خدماتو، بیړنیو حالاتو وزارت او ملي ګارد غړو، د سږ کال په پوځي پریډ کې برخه واخیسته. د چین، بیلاروس، ویتنام، مصر، قزاقستان او شمالي کوریا په ګډون د ۱۳ هیوادونو کنډکونو هم د مسکو په سره میدان کې رسم ګذشت وکړ.

د متحده ایالاتو، ارمنستان، منګولیا او نورو هیوادونو څخه پخوانیو سرتیرو هم د ویاړلي میلمنو په توګه په مراسمو کې ګډون وکړ.

پوتین په دغه مراسمو کې د چین د ولسمشر شي جین پینګ د شتون په اړه خبرې وکړې او په ځانګړې توګه یې د چینایانو څخه مننه وکړه او هغوی یې «زړور خلک» وبلل.

هغه همدارنګه دا خبرداری ورکړ چې روسیه به د دوهمې نړیوالې جګړې تاریخ تحریف ته اجازه ورنکړي او ټینګار یې وکړ چې د داسې هڅو په وړاندې به د خپل پوځ د وقار او اعتبار دفاع وکړي.
https://avapress.com/vdcgyn9wqak9qx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته